د افغانستان کرېکټ بورډ له لوري د شپږیزه کرېکټ لیګ یوولسم پړاو سیالۍ نن چهارشنبه د خوست ولایت په کوربتوب پیل شوې.
په دې سیالیو کې پنځو لوبډلو ګډون کړی او ټاکل شوې چې د ۱۴ ورځو په موده کې ټولټال ۲۱ سیالۍ ترسره شي.
د لومړۍ لوبې په ترڅ کې امو نهنګان او بند امیر ښاماران د یو بل پر وړاندې ډګر ته ښکته شوي دي.
د کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې، دا لومړی ځل دی چې د شپږیزه لیګ سیالۍ له کابل څخه بهر په یوه ولایت کې ترسره کېږي.
په دغه پړاو کې سپین غر، بند امیر، مس عینک، امو او بست لوبډلې برخه لري. هره لوبډله به له بلې سره دوه ځله مخامخ کېږي، چې له مخې به یې د لیګ سیالۍ د پایلوبې لپاره دوه مخکښې لوبډلې وټاکل شي.
د لوبډلو مشري هم اعلان شوې، چې راشد خان د سپین غر، عظمتالله عمرزی د امو، رحمنالله ګربز د مس عینک، ابراهیم ځدراڼ د بست او حشمتالله شهیدي د بند امیر لوبډلو د لوبډلمشرانو په توګه ټاکل شوي دي.
د سیالیو پایلوبه به د جولای په ۱۴مه نېټه ترسره شي.
یاد لیګ لومړی ځل په ۲۰۱۳ کال کې پیل شوی او له هغه راهیسې لس پړاوونه ترسره شوي دي.
سپین غر درې ځله، او امو، مس عینک او کابل لوبډلو دوه-دوه ځله د دې لیګ اتلولۍ ګټلې دي
سرچینه: افغانستان کریکټ بورډ

