افغان کرېکټ ملي لوبډلې د درېاړخیزې یو ورځنۍ لوبلړۍ په سیالۍ کې زېمبابوې ته د ۱۵۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
افغانستان لومړی توپوهنه وکړه او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یې ۲۹۴ منډې جوړې کړې په ځواب کې د زېمبابوې لوبډله په ۱۳۶ منډو وسوځېده.
د افغانستان په ګټه صدیقالله اتل غوره توپوهنه وکړه او ۱۰۲ منډې یې جوړې کړې.
ابراهیم ځدراڼ هم ۹۰ منډې وکړې دواړو لوبغاړو د دویمې وېکټې لپاره د ۱۴۰ منډو ملګرتیا وکړه.
دا د افغانستان لپاره د یادې لوبلړۍ لومړۍ سیالي وه، چې د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ کې ترسره کېږي.
سرچینه : شرق نیوز

