د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو په درې اړخیزه لوبلړۍ کې د بنګلهدېش لوبډلې ته په اوو ویکټو ماتې ورکړه او د سیالیو پایلوبې ته یې لار پیدا کړه.
د افغانستان کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، دغه لوبه د متحده عربي اماراتو په شارجه کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه.
بنګلهدېش د پچې تر ګټلو وروسته لومړی توپوهنه وکړه، خو د افغان توپ اچوونکو د اغېزمنې لوبې له امله یې ټوله لوبډله په ۴۱.۲ اورونو کې د ۱۶۰ منډو په جوړولو وسوځېده.
د افغانستان په توپ اچوونکو کې راشد خان غوره لوبه وکړه او څلور لوبغاړي یې وسوځول.
یمین احمدزي او عظمتالله عمرزي هم دوه ـ دوه ویکټې ترلاسه کړې.
افغانستان د ۱۶۱ منډو هدف په ۳۵ اورونو کې د درېیو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.
د افغانستان لپاره رحمت شاه ۶۸ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، حشمتالله شهیدي ۳۸ ناسوځېدلې منډې وکړې او ابراهیم ځدراڼ ۳۶ منډې ورزیاتې کړې.
راشد خان د خپلې غوره توپ اچونې له امله د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.
له دې بریا سره افغانستان د درې اړخیزې لوبلړۍ پایلوبې ته ورسېد، خو بنګلهدېش له سیالیو بهر شو.
افغانستان به د اکتوبر په ۲۳مه د زیمبابوې پر وړاندې د اتلولۍ ګټلو لپاره میدان ته ښکته شي.
سرچینه : شرق نیوز

