د امارتي شرکتونو عمومي ریاست او د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د کابل ښاریانو ته د څښاک د پاکو اوبو برابرولو او د اوبو رسولو خدمتونو د پراختیا په موخه، له شاهوعروس بند څخه کابل ښار ته د اوبو د لېږد تړون د پکتیا موج په نوم له یوه خصوصي شرکت سره لاسلیک کړ.
د تړون د لاسلیک په مراسمو کې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجراییوي رییس مولوي غلامالرحمن کظیم ویلي، د دې پروژې په بشپړېدو سره به د کابل ښار په اوولسمه ناحیه کې شاوخوا ۵۰ زره کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شي.
د معلوماتو له مخې، د دې پروژې د سروې، ډیزاین، تطبیق او ګټې اخیستنې مسوولیت قراردادي شرکت ته سپارل شوی دی.
د یاد شرکت مسوولینو ویلي، د یادې پروژې له لارې به د شاهوعروس بند سطحي اوبو له پنځو څاګانو څخه په هره ثانیه کې ۲۰۰لېټره اوبه د کابل ښار اوولسمې ناحیې ته ورسول شي.
د دې پروژې لګښت شاوخوا یو میلیارد افغانۍ اټکل شوی، چې پلي کېدل یې د اوبو رسولو د زیربناوو د پراختیا، د خصوصي سکټور د پانګونې د جلب او له سطحي اوبو څخه د ګټې اخیستنې په برخه کې مهم ګام بلل کېږي.
سرچینه : شرق نیوز

