د کونړ غازي اباد ولسوالۍ اوسېدونکې وايي تر پخوا اوس امنیت ډادمن دی او ددوۍ همکاري هم په براخه کچه ده.
غازي اباد د کونړ هغه لري پرته ولسوالي ده چې پخوا پکې ګڼو امنیتي ستونزو شتون در لوده .
دلته اوس د ولسونو او حکومت ترمنځ ګډه سولیزه فضا شتون لري او ځايي خلک د شته امنیتي وضعیت څخه خو ښ دي .
دوۍ د چارواکو څخه غوښتنه کوې چې دوۍ ته دي په رغونیزو او نورو پرمختیايي برخو کې پروژي پلي او د اسانتیاوو برابرولو ترڅنګ دې کاري فرصتونه هم رامنځته کړې.
ولسي تړي . ناغي . جرګې. او د حکومت او ولسونو ترمنځ د همغږۍ ناستي هغه څه دي چې په غازي اباد ولسوالۍ کې يې وضعیت لا پسي ښه کړی دی .
دلته امنیتي چارواکي هم د ولسونو څخه خوښ دي او وايي په ډیری برخوکې ولسونو سره د د همغږۍ غونډې تر سره کوې او د هغوۍ ستونزو ته پر وخت رسیدنه هم کیږي .
دوۍ ډاډ ورکوي که هر ډول پروژې په غازي اباد ولسوالۍ کې ترسره کیږي دوۍ ورته د بشپړ امنیت ډاډ ورکوې.
د ویلو ده چې د اسلامي امارت په بیا ځلې واکمنیدو سره د غازي اباد او ناړۍ ولسوالیو تر منځ غځیدلی د کلونو ویجاړ سړک باندې د اساسي رغیدو کار هم پیل شوی دی چې د ولسونو د هرکلی سره مخ شوی دی.
راپور : پرویز مومند

