د افغانستان د کرکټ پخواني چټک توپاچوونکي، مرحوم شاه پور ځدراڼ، د خپل نړیوال کرکټ په مسلک کې ۸۰ لوبې کړې وې او د افغانستان لپاره یې ټولې ۸۰ وېکټې اخیستې وې.
د کریکنفو د معلوماتو له مخې، نوموړي په ۴۴ یو ورځنیو نړیوالو سیالیو کې ۴۳ وېکټې اخیستې او ۶۷ منډې یې جوړې کړې وې.
همداراز، په ۳۶ شل اوریزو نړیوالو لوبو کې یې ۳۷ وېکټې ترلاسه کړې او ۲۷ منډې یې کړې وې.
هغه په نړیوالو ټېسټ سیالیو کې لوبه نه ده کړې.
شاه پور ځدراڼ د ۲۰۱۵ کال د کرکټ نړیوال جام پر مهال د سکاټلنډ پر وړاندې د افغانستان په تاریخي بریا کې مهم رول درلود.
نوموړي په دغه نړیوال جام کې د افغانستان لپاره ۱۰ وېکټې واخیستې.
د هغه غوره نړیواله توپاچوونکې پایله په یو ورځنیو سیالیو کې د ۲۴ منډو په بدل کې د څلورو وېکټو ترلاسه کول وو.
نوموړي د ۲۰۰۹ کال په اګست کې د افغانستان لپاره خپله لومړۍ یو ورځنۍ نړیواله لوبه ترسره کړه او تر ۲۰۲۰ کال پورې یې د ملي لوبډلې استازیتوب وکړ.
هغه په ۲۰۲۵ کال کې له نړیوال کرکټ څخه د تقاعد اعلان کړی و.
مرحوم شاه پور ځدراڼ د ۱۹۸۷ کال د جولای په اتمه د لوګر ولایت کې زېږېدلی و.
نوموړی د یوې اوږدې ناروغۍ له امله د ۲۰۲۶ کال د جولای په اوومه د هند په نوي ډیلي ښار کې، د خپلې ۳۹مې کلیزې یوه ورځ مخکې، وفات شو.
د راپورونو له مخې، هغه له یوې نادرې او جدي ناروغۍ سره مخ و، چې د بدن دفاعي سیستم اغېزمنوي.
د شاه پور ځدراڼ د مړینې خبر په اورېدو، د افغانستان دننه او بهر ګڼ شمېر مشهورو کرکټ لوبغاړو، سیاسي شخصیتونو او عامو افغانانو ژوره خواشیني څرګنده کړه.
ګڼو کسانو د نوموړي د کرکټ د مسلک، لاسته راوړنو او د افغانستان د کرکټ لپاره د هغه د خدمتونو یادونه وکړه.
شاه پور ځدراڼ د افغانستان د کرکټ له مخکښو پخوانیو لوبغاړو څخه و، چې د ملي لوبډلې لپاره یې په نړیوال ډګر کې ونډه واخیسته او نوم به یې د افغان کرکټ په تاریخ کې ژوندی پاتې وي.
سرچینه : شرق نیوز

