د ننګرهار ولایت په مرکز جلالاباد ښار د اوومې ناحیې اړوند نظراباد دوهم پل د جوړولو چارې د ۱۹.۶ میلیونه افغانیو په مالي لګښت پیل شوې
د ننګرهار د ټولګټو چارو ریاست د مشرق ساختماني شرکت مسوولینو ته سپارښتنه کړې چې د پل د جوړولو چارې په اساسي او باکیفیته ډول ترسره او په ټاکلي وخت یې ګټې اخیستنې ته وسپاري.
مسوولین وایي، دغه پل د ټولګټو چارو وزارت له بودیجې څخه د ۱۹.۶ میلیونه افغانیو په لګښت، د ۲۸ مترو په اوږدوالي او ۱۱ مترو په پلنوالي سره جوړېږي او تمه ده چې د لسو میاشتو په موده کې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د معلوماتو له مخې، د پل د لا استحکام او د سېلابونو له احتمالي زیانونو څخه د مخنیوي په موخه به د پل دواړو غاړو ته د ۳۵ او ۲۵ مترو په اوږدوالي استنادي دېوالونه هم جوړ شي.
د ټولګټو چارو رییس وایي، په یاده سیمه کې د درېیم پل د جوړولو پلان هم له جلالاباد ښاروالۍ سره همغږی شوی دی.
د مسوولینو په وینا، د دغه پل په جوړېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو ترانسپورټي ستونزې راکمې، ترافیکي ګڼهګوڼه کمه او د سېلابونو پر مهال به د لارې د بندېدو او احتمالي زیانونو مخنیوی وشي
راپور : مسعود عربزی

