د چین په پلازمېنه بېجینګ کې د انسانډوله روبوټونو د نړۍوالو لوبو دویم پړاو پيل شوی، چې پکې د بېلابېلو هېوادونو روبوټونه د سپورتي سیالیو لپاره سره سیالي کوي.
د سیالیو په لومړۍ ورځ د ۱۰۰ مترو په ځغاستې کې یوه روبوټمنډهوهونکي په ۹.۳۹ ثانیو کې واټن وواهه او په دې سره یې د جمېکا د مشهور منډهوهونکي یوسین بولټ د ۹.۵۸ ثانیو نړۍوال ریکارډ مات کړ.
په دغو سیالیو کې د ۶۶۶ ټیمونو په ګډون ټولټال ۲ زره او ۵۶ انسانډوله روبوټونه برخه لري.
دغې نړۍوالې سیالۍ د روبوټیک او مصنوعي ځیرکتیا په برخو کې د وروستیو پرمختګونو او د روبوټونو د وړتیاوو د نندارې لپاره ترسره کېږي.
سرچینه : شرق نیوز

