ایران کې د افغانستان سفارت خبر ورکړی، چې افغان سفیر مولوي فضل محمد حقاني د ایران بهرنیو چارو وزارت قونسلي چارو رییس مجتبی شصتي کریمي سره په قونسلي خدمتونو غږېدلی.
تهران کې د افغانستان سفارت لیکلي، کتنه کې دواړو لوریو د قونسلي خدمتونو او ایران کې د افغان کډوالو اړوند موضوعاتو پر سر هم خبرې کړې دي.
ایران د هغو هېوادونو له ډلې دی چې د افغان کډوالو کوربتوب کوي او تهران کې د افغانستان سفارت دغه هېواد کې د مېشتو افغانانو لپاره د خدماتو پر وړاندې کولو او د قونسلي چارو د اسانتیاوو پر برابرولو ټینګار کړی.
مسعود عربزی

