د ننګرهار په مومندرې او شینوارو ولسوالیو کې د سختو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو له امله یو کس شهید، درې تنه ټپیان او لسګونه کورونه او عامه تاسیسات زیانمن شوي دي.
د ننګرهار د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د جلالاباد ښار د اتمې ناحیې د دامان په سیمه کې ۱۳ استوګنیز کورونه په بشپړه توګه نړېدلي او ۵۰ نور کورونه زیانمن شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، د مومندرې ولسوالۍ د هزارناو په سیمه کې هم ۲۰ کورونه، دوکانونه او یو شمېر عامه تاسیسات د سېلابونو له امله زیانمن شوي دي.
یاد ریاست زیاتوي چې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله یو کس شهید او درې تنه نور ټپیان شوي دي.
د مسؤلینو په وینا، د زیانونو د ارزونې سروې پیل شوې او له زیانمنو کورنیو سره به بېړنۍ بشري مرستې ترسره شي.
بل پلو، د ننګرهار والي اړوندو ادارو ته لارښوونه کړې چې زیانمنو سیمو ته په بېړني ډول ورسېږي، د خلکو ستونزې وارزوي او د مرستو لړۍ ګړندۍ کړي.
ننګرهار د هېواد له هغو ولایتونو څخه دی چې هر کال د موسمي بارانونو او ناڅاپي سېلابونو له امله خلکو ته د سر او مال درانه زیانونه اوړي
راپور : مسعود عربزی

