د افغانستان ښي لاس سپینر مجیب الرحمن تر اوسه د افغانستان لپاره په درې واړو فارمټونو کې ۱۴۱ نړیوالې لوبې کړې دي؛ یوه ټېسټ، ۷۵ یو ورځنۍ او ۶۵ شلاوریزې نړیوالې سیالۍ.
مجیب په یوه ټېسټ لوبه کې ۱۸ منډې او یوه وېکټه اخیستې ده.
په ۷۵ یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې یې ۲۳۶ منډې او ۱۰۱ وېکټې اخیستې، او په ۶۵ شلاوریزو نړیوالو سیالیو کې یې ۸۵ منډې او ۸۷ وېکټې ترلاسه کړې دي.
په دې توګه، مجیب الرحمن په نړیوال کرکټ کې ټولټال ۲۴۵ وېکټې لري.
د هغه تر ټولو غوره توپاچونه په یو ورځنیو لوبو کې ۵ د ۵۰ پر وړاندې او په شلاوریزو نړیوالو لوبو کې ۵ د ۲۰ پر وړاندې دي.
مجیب الرحمن ځدراڼ د ۲۰۰۱ کال د مارچ په ۲۸مه د افغانستان په خوست ولایت کې زېږېدلی دی.
هغه د افغانستان د پخواني ملي لوبغاړي نورعلي ځدراڼ وراره او د ملي لوبغاړي ابراهیم ځدراڼ د تره زوی دی.
مجیب په ۲۰۲۰ کال کې، هغه مهال چې ۱۹ کلن و، په کابل کې واده وکړ.
نوموړي له ماشومتوبه له کرکټ سره مینه لرله او په ډېر کم عمر کې یې د افغانستان په ملي لوبډله کې نړیوال کرکټ پیل کړ.
سرچینه : شرق نیوز

