د سمنګان ولایت په مربوطاتو کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۶ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده
د سیمه ییز رسنیو په وینا دا پېښه ددغه ولایت د خلم ولسوالۍ په ګولايي صیاد سیمه کې د کرولا موټر د چپه کېدو له امله رامځته شوې چې پکې ۳ کسان مړه شوي او ۳ نور ټپیان دي.
رسنۍ زیاتوي دا پېښه نن سهار شاوخوا پنځه بجې هغه مهال رامنځته شوه کله چې موټر له سړک څخه ووت او چپه شو.
مسعود عربزی

