تورخم عمري کمپ کې مالي چارو د تنظیم هیئت له لوري د تېرې یوې اونۍ په ترڅ کې ۱۶۰۲ راستنو شویو کورنیو ته ۱۳ میلیونه ۳۷۶ زره افغانۍ ورکړل شوي دي.
یاده مرسته چې د ریاست الوزراء د حکم له مخې ورکول کیږي، له پنځو کم غړي لرونکو کورنیو ته د هر غړي پر سر دوه زره افغانۍ او هغو کورنیو ته چې پنځه یا له پنځو څخه زیات غړي ولري، لس زره افغانۍ پرې وېشل کیږي.
د مالي چارو د تنظیم هیئت په وینا دغه نغدي مرستې راستنېدونکو کورنیو ته د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو او د هغوی د اقتصادي ستونزو د راکمولو په موخه ټولو راستنېدونکو ته ورکول کیږي.
د مالي چارو د تنظیم هیئت له لوري د دغو افغانیو د ورکړې ترڅنګ د کډوالو د لېږد هیئت له لوري هم د ټرانسپورټي لګښتونو په موخه راستنېدونکو سره نغدي مرسته کیږي.
مسعود عربزی

