د کورنیو چارو وزارت وایي د لغمان ولایت د امنیې قومندانۍ امنیتي منسوبینو، دوه تنه د سرو زرو د غلا په تړاو نیولي دي.
ددغه وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نیول شویو کسانو غلا شوي زر په یو زرګر باندې پلورلي وو.
خبرپاڼه وایي پدې تړاوله هغوی څخه ۴۶۰ زره افغانۍ او ۵۰۰ امريکايي ډالر بېرته ترلاسه شوي.
سرچینې په ورته مهال دغه راز ویلي امنیتي ځواکونو د همدې ولایت د علیشنګ ولسوالۍ د سایګل درې په بطیان سیمه کې د چاڼیزو عملیاتو پر مهال، د دهشکې ۸ بکسې مرمۍ او د هاوان د ګولیو یو بکس کشف او ضبط کړي دي
مسعود عربزی

