د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران سره د روانو خبرو په اړه ویلي چې د مذاکراتو لپاره کومه ټاکلې وروستۍ نېټه نه لري او واشنګټن هر وخت چې وغواړي اقدام کولای شي.
ټرمپ ویلي چې واشنګټن د وضعیت ارزونې ته دوام ورکوي او هر وخت د اقدام لپاره چمتو دی،
خو نوموړي ټینګار کړی چې د خلکو وژل نه غواړي او د هوکړې ترلاسه کول ورته غوره انتخاب دی.
د امریکا ولسمشر ټینګار کړی چې د ایران له لوري د اټومي موضوع په اړه د یوې هوکړې رامنځته کېدل د پوځي شخړې تر انتخاب غوره دي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د امریکا او ایران ترمنځ د اټومي پروګرام او سیمهییزو امنیتي موضوعاتو په اړه د خبرو هڅې روانې دي
سرچینه : رسنۍ

