د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراجالدین حقاني د دغه وزارت د فوټبال لوبډلې له روزونکو او لوبغاړو سره لیدلي او د زونونو په کچه سیالیو کې یې د هغوی د بریاوو ستاینه کړې ده.
د خبرپاڼې له مخې، د دغه وزارت د فوټبال لوبډله په خوست، پکتیا، ننګرهار او هلمند ولایتونو کې د زونونو په کچه سیالیو کې د لومړي مقام په ترلاسه کولو سره له خپلو ولایتي سفرونو وروسته کابل ته راستنه شوې ده.
کورنیو چارو وزیر لوبغاړي لا ډېرو تمرینونو ته هڅولي او هغوی ته یې سپارښتنه کړې چې اسلامي او ملي ارزښتونه په عمل کې وساتي، په هرځای کې د ورورولۍ او ملي یووالي پیغام خپور کړي او دغهراز له تعصب او بدبینیو څخه لرې و اوسي.
مسعود عربزی

