امنیتي ځواکونو په بدخشان او ننګرهار ولایتونو کې د نشهيي توکو او نشهيي ګولیو د قاچاق په تړاو څلور کسان نیولي دي.
کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې امنیتي ځواکونو د بدخشان ولایت په کشم ولسوالۍ کې د ۳۱۲ کیلوګرامه نشهيي توکو د لېږد مخه نیولې او دوه کسان یې په تړاو نیولي دي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، د نیول شویو کسانو دوسیې به تر بشپړېدو وروسته عدلي او قضایي ادارو ته وسپارل شي.
بلخوا د ننګرهار امنیه قوماندانۍ ویاند سید طیب حماد ویلي، چې امنیتي ځواکونو د مومندرې ولسوالۍ د پاس دامان کلي په امنیتي پوسته کې دوه کسان نیولي دي.
د نوموړي په وینا، له نیول شویو کسانو څخه ۱۲ زره او ۶۰۰ نشهيي ګولۍ او په زیاته اندازه درمل هم ترلاسه شوي دي.
چارواکي وايي، د دواړو پېښو په تړاو به قانوني اجراآت ترسره شي او نیول شوي کسان به اړوندو عدلي او قضایي ادارو ته وسپارل شي.
راپور: مسعود عربزی

