د افغانستان بانک وايي، چې بلخ کې یې له شمال او شمالختیځ زونونو څخه د افغانیو راټولکړي یو میلیارد او ۱۴۱ میلیون او ۶۶۰ زره زاړه او له کاره لوېدلي بانکنوټونه سوځولي دي.
د یاد بانک د خبرپاڼې له مخې، چې دغه بانکنوټونه د افغانستان بانک د دویم مرستیال ملا محمد اخند په مشرۍ پلاوي تر څارنې لاندې له کره شمېرنې او کنټرول وروسته سوځول شوي دي.
د سرچینې په وینا، په دغو سوځول شویو بانکنوټونو کې له لسګون تر زرګون پورې شامل وو.
د افغانستان بانک دویم مرستیال ملا محمد اخند له هېوادوالو غوښتي چې د افغانیو له بانکنوټونو په ښه توګه ساتنه وکړي څو د ژر ژړېدو مخنیوی یې وشي.
مسعود عربزی

