د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون مسوولینو ویلي چې تېره ورځ ۸۳۸ افغان کډوالې کورنۍ، چې د غړو شمېر یې ۴ زره او ۳۶۹ کسانو ته رسېږي، له پاکستان او ایران څخه هېواد ته راستنې شوې دي.
د کمېسیون د خبرپاڼې له مخې، دغه کورنۍ د تورخم، سپینبولدک، ورېښمو پله او اسلامکلا له لارو افغانستان ته داخلې شوې دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې په همدې ورځ ۷۵۹ کورنۍ په خوندي ډول خپلو اصلي مېنو ته لېږدول شوې دي
مسعود عربز ی

