د ننګرهار د مرکزي ښار جلال اباد په سراج العمارت بڼ کې د ملګرو ملتونو د وجهي صندوق په مالي او يوې مرستندویه ادارې په تخنیکي همکارۍ د بدنې روزنې او ورزش ریاست له لورې د کرکټ ټیب بال د اوه ټيمونو ترمنځ پیل شوي سیالۍ پای ته ورسیدي
مسوولین وايي د دغه سیالیو يې موخه لوبو ته د ځوانانو هڅونه او د سالمې مقابلې زمینه برابرول دي
د دغه سیالیو ګډونوال لوبغاړي دغه سیالۍ خورا د پټو استعدادنو په رابرسیره کیدنې نشو څخه د ځوانانو د ژغورنۍ او لوبو ته د ځوانانو د هڅونې برخه کې خورا اغیزمنې بولي او پر دوام يې ټينګار کوي
د دغه سیالیو د تخنیکي چارو سمبالوونکي مرستندویه ادارې مسوولین وايي سپورت ته د ځوانانو د هڅونې په برخه کې د سیالیو د جوړونې دغه سیالۍ د پیل اقدام دی او په راتلوونکي د ورته نورو سیالیو د جوړونې هوډ هم لري.
دغه سیالۍ چې د اوه ټيمونو ترمنځ پیل شوي وې وروستۍ پایلوبه ته تورې بوړې او ننګرهار ځواک لوبډلې لاره پیدا کړې وه چې د ننګرهار ځواک په وروستۍ لوبه کې مقابلې لوبډلې ته په لوړ توپیر ماتي ورکړه
د دغه سیالیو غوره لوبغاړي او توپ اچونکي مقام زبیر ساپي د غوره توپ اچونکي ابرار راحل خپل کړ

