د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دغه هېواد د سنا مجلس پر هغې پرېکړې سختې نیوکې کړې چې له ایران سره د جګړې د محدودولو په موخه د یوې طرحې ملاتړ کوي.
ټرمپ په خپلې ټولنیزې شبکې «ټروت سوشل» کې لیکلي چې ایران یې تر سخت فشار لاندې راوستی و او د ده په وینا، تهران د شاتګ او امتیاز ورکولو ته نږدې شوی و، خو د سنا وروستۍ رایې ورکونې د امریکا مخالفانو ته د ځواک پیغام ورکړ.
د امریکا ولسمشر زیاته کړې چې د سنا مجلس د جنګي واکونو قانون په تړاو په ډېر نامناسب وخت کې رایه ورکړه او په دې سره یې د ده په وینا، «د ترهګرۍ تر ټولو ستر ملاتړي» ته دا پیغام واستاوه چې امریکا د ده له سیاستونو ملاتړ نه کوي.
ټرمپ ادعا کړې چې د سنا دغه اقدام له ایران سره مرسته وکړه او هغه یې ډاډمن کړ.
نوموړي همدارنګه ویلي چې څلورو جمهوري غوښتونکو سناتورانو له ډیموکراتانو سره په ګډه د دې طرحې ملاتړ وکړ او اوس ایران د امریکا له استازو پوښتنه کوي چې د دغې رایې معنا څه ده.
هغه ټینګار کړی: «د دغو سناتورانو اقدام زما دنده سخته کړه، خو زه به له هرې ممکنې لارې خپل ماموریت بشپړ کړم، ځکه چې زه تل خپل کار تر پایه رسوم.»

