کابل کې د ایران سفیر علي رضا بیکدلي د افغانستان د وچې مېوې ټولنې له رییس او غړو سره لیدنه کړې ده.
د ایران سفارت ویلي، په دې لیدنه کې د دوه اړخیزې سوداګرۍ د پراختیا، او د ایران له لارې د افغانستان د وچې مېوې د ترانزیټ لپاره د اسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه خبرې شوې دي.
همدارنګه په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو د سوداګریزو شریکانو ترمنځ د همکارۍ د پیاوړتیا پر اړتیا، په بندرونو او صفري نقطو کې د ستونزو پر حل، او د توکو د لېږد رالېږد د لګښتونو د کمولو پر موضوعاتو ټینګار شوی دی.

