ټرمپ دا څرګندونې له روسیې سره د ډیزلو د عرضې د هوکړې له اعلان وروسته کړې دي؛ د نوموړي په وینا، مسکو به سمدستي ۳۰۰ زره ټنه ډیزل نړیوالو بازارونو ته وړاندې کړي.
د راپورونو له مخې، روسیه پلان لري چې د نومبر په میاشت کې ۵۰۰ زره ټنه او ورپسې نور ډیزل هم بازار ته وړاندې کړي.
ټرمپ د اکتوبر پر ۱۱مه اعلان وکړ چې روسیې او اوکراین د یو بل پر انرژۍ تاسیساتو د بریدونو د درولو هوکړه کړې، خو زیلنسکي ویلي چې د دې هوکړې اعلان ورته ناڅاپي و او د عملي کېدو جزئیات یې نه وو ورسره شریک شوي.
اروپايي چارواکو د دې اعلان په اړه بېلابېل غبرګونونه ښودلي او ځینو یې د روسیې له انرژۍ عوایدو سره د مرستې په اړه اندېښنه څرګنده کړې

