د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د منځنۍ اسیا سیمې ته د خپل لومړي سفر په ترڅ کې د اوزبیکستان سمرقند ښار ته رسېدلی دی.
د اوزبیکستان د ولسمشرۍ دفتر مشرې سعیده میرضیایف د روبیو هرکلی کړی او د هغه سفر یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره مهم بللی دی.
میرضیایف ویلي اوزبیکستان د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوهاړخیزو خبرو اترو، د سوداګرۍ د برخې له مشرانو سره د لیدنو او د امریکا او اوزبیکستان د سوداګرۍ او پانګونې شورا د غونډې کوربهتوب ته چمتووالی لري.
هغې دغه سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو د پراختیا او د دوهاړخیزې همکارۍ د پیاوړتیا لپاره یو مهم فرصت بللی دی.
سرچینه: شرق نیوز

