د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د اروپايي ټولنې په بلنه بروکسل ته د خپل پلاوي د سفر په اړه په لومړي رسمي غبرګون کې دغه سفر او ترسره شوې کتنې مثبتې بللې دي.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند او د څلورم سیاسي (اروپا) ریاست عمومي رییس عبدالقهار بلخي په مشرۍ پنځه کسیز پلاوی د جون پر ۲۳مه بروکسل ته په یو ورځني سفر تللی و.
ښاغلي بلخي د سفر تر پای وروسته پر خپلې اېکسپاڼې په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې له اروپايي هېوادونو سره یې په څو اړخیزو او دوه اړخیزو ناستو کې ګډون کړی دی.
د نوموړي په وینا، په دغو خبرو اترو کې په اروپا کې مېشتو افغانانو ته د قونسلي خدمتونو د بېرته فعالولو، د باور جوړونې، اغېزمن حضور او همدارنګه د هغو افغانانو د ستونزو د حل لارو چارو په اړه بحثونه شوي چې په اروپايي هېوادونو کې یې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه نه دي منل شوي او له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
دا لومړی ځل دی چې په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته اروپايي ټولنې د اسلامي امارت د استازو کوربتوب کړی دی.
اروپايي ټولنه لا هم له اسلامي امارت سره رسمي ډیپلوماتیکې اړیکې نه لري. د اسلامي امارت د استازو دغه محدود او لنډمهاله سفر د بشري حقونو د ملاتړو بنسټونو او فعالانو له نیوکو او غبرګونونو سره هم مخ شوی دی.
د بشري حقونو فعالان د نجونو پر زده کړو، د ښځو پر کار او نورو اساسي ازادیو د محدودیتونو له امله له اسلامي امارت سره د تعامل پر پراخېدو نیوکې کوي. همدارنګه دوی په اوسنیو شرایطو کې له اروپايي هېوادونو افغانستان ته د پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو مخالفت هم څرګندوي.

