د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د خوړو نړیوال پروګرام اجرایوي مرستیال کارل سکاو او په افغانستان کې د دغه سازمان له مسؤل جان ایلیف سره لیدلي دي
ارګ له لوري په یوه خپره شوې خبرپانه کې راغلي چې په دې ناسته کې کارل سکاو ویلي د خوړو نړیوال پروګرام به جګړې څخه د زیانمنو شویو کورنیو سربېره له پېښو څخه د زیانمن شویو خلکو او په خوارځواکۍ اخته کوچنیانو خپل ملاتړ ته دوام ورکړي
دی وایي له کورنیو تولیداتو ملاتړ په افغانستان کې د شته ظرفیتونو استفاده او د افغانانو د ځان بسیاینې لپاره هڅې د دې بنسټ کاري لومړیتوب دی او هڅه کوي د کاري فرصتونو په رامنځته کولو له افغانانو سره لازیاته همکاري ولري
د خوړو نړیوال پروګرام اجرايوي مرستیال همداراز څرګنده کړه د یو شمېر ستونزو سربېره بیا هم دغه سازمان افغانانو ته د لازیاتو مرستو د راجلبولو په برخه کې خپلې هیڅ راز هڅې درېغ نه کړي
خبرپانه کې راغلي چې پدې ناسته کې مولوي عبدالسلام حنفي ویلي افغانان د تحمیلي جګړې، سېلابونو او زلزلو له امله زیات زیانمن شوي او اړتیا ده چې مسؤل ارګانونه او بنسټونه د دوی ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي
اداري مرستیال هیواد ته د کډوالو پراخ بېرته راستنېدو ته په اشارې وویل، په تېرو پنځو کلونو کې تر پنځه میلیونو زیات کډوال له ګاونډیو هیوادونو افغانستان ته را ستانه شوي
د دې کتنې په پای کې حنفي په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام د بشر دوستانه مرستو قدرداني وکړه او په دې برخه کې یې د اسلامي امارت له لوري د همکاري ډاډ ورکړ

