د امریکا له لوري منځني ختیځ ته د تجهیزاتو او ځواکونو د لېږد روان بهیر ته په اشارې د ایران د پارلمان یوه غړي کامران غضنفري ویلي چې امریکا او اسرائيل د ایران پر ضد د پراخو عملیاتو په تکل دي
غضنفري د (خبر انلاین) په نوم ایراني خبري اژانس ته ویلي چې امریکا او اسرائيل لکه چې په جنوب کې زموږ د ځينو ټاپوګانو د نیولو اراده لري
هغه همداراز ویلي چې د ایران اسلامي جمهوریت به هېڅکله هم د امریکا دغو غوښتنو ته غاړه کېنږدي چې وايي ایران باید د یورانیمو غني کول ودروي
امریکا او اسرائيل لا په دې اړه څه نه دي ویلي خو د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ چین ته د خپل سفر په درشل کې تازه ایران ته ګواښ کړی چې یا به هوکړې ته ورسره رسېږي او یا به یې په بشپړ ډول له منځه وړي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم د ډونلډ ټرمپ تر څرګندونو وروسته د ناروې د بهرنیو چارو وزیر له مرستیال سره په خپله لیدنه کې پر امریکا تور پورې کړی چې ګواکې یوې هوکړې ته د رسېدو په مخ کې خنډونه جوړوي.

