د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (یواېنډيپي) په تازه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې اقتصادي ستونزې، د نړۍوالو مرستو کمښت، وچکالي او د کډوالو بېرته راستنېدل د خلکو ژوند نور هم سخت کړی دی.
راپور ښيي چې په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۲۸ میلیونه افغانان، یعنې له هرو څلورو درې کسان، د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو توان نه لري.
دغه وضعیت د کمزورې اقتصادي ودې، د نفوس زیاتوالي، اقلیمي بدلونونو او د ښځو پر حقونو محدودیتونو له امله رامنځته شوی دی.
یواېنډيپي وایي چې یوازې په ۲۰۲۵ کال کې د ۲.۹ میلیونه افغانانو بېرته راستنېدو پر خدماتو او د خلکو پر معیشت اضافي فشار راوړی دی.
راپور زیاتوي چې له ۸۰ سلنه ډېرې کورنۍ پوروړې دي او ډېری راستنېدونکي د معیشتي ناامنۍ له ګواښ سره مخ دي.
د راپور له مخې، د افغانستان اقتصادي وده هم کمه شوې او د سړي سر عایدات د ۲۰۲۰ کال په پرتله ټیټ پاتې دي.
همداراز، وچکالۍ د هېواد ۶۴ سلنه سیمې اغېزمنې کړې او د پاکو اوبو لاسرسی هم کم شوی دی.
راپور ټینګار کوي چې د ښځو او نجونو پر حقونو محدودیتونه د هېواد اقتصادي وړتیا کمزورې کوي. همدارنګه، د نړۍوالو مرستو کمېدو له امله سلګونه روغتیايي مرکزونه تړل شوي یا یې خدمات محدود شوي دي.
د یواېنډيپي چارواکو ویلي چې افغانان یوازې عاجلو مرستو ته نه، بلکې د کار، خدماتو او اقتصادي پرمختګ دوامدارو فرصتونو ته اړتیا لري.

