د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د زمبابوې پر وړاندې د راتلونکې شل اوریزې لوبلړۍ لپاره د چمتووالي په موخه، تېره ماښام خپل تمرینات ترسره کړل.
افغان لوبډله به سبا د افغانستان پر وخت د ماښام په اوو بجو، د زمبابوې پر وړاندې د لوبلړۍ په لومړۍ شل اوریزه نړیواله سیالۍ کې د لوبې ډګر ته ښکته شي.
تمه ده چې افغان لوبغاړي په دې سیالۍ کې د غوره لوبې په وړاندې کولو سره، د لوبلړۍ پیل په بریا وکړي.
سرچینه : شرق نیوز

