رئیسالوزرا هدایت ورکړی چې د کابل په ګډون، له دې وروسته په ټولو ولایتونو کې، خلک کولی شي د ټاکلو اسنادو په لرلو سره ودانۍ جوړې کړي.
د دغه پرېکړې له مخې، د شرعي قبالې، د مالیې ټکټ، رسمي سند یا د معاملاتو د رهنما او د جومات د امام د تایید په لرلو سره د ودانیو جوړولو اجازه ورکول کېږي.
په ورته وخت کې امنیتي ځواکونو ته هم لارښوونه شوې چې د ودانیو د جوړولو په چارو کې خنډ جوړ نه کړي. مسوولین وایي چې دا اقدام د خلکو د اسانتیاوو د برابرولو او د اداري پروسو د منظمولو لپاره ترسره شوی دی.

