په کابل کې د ایران سرپرست سفیر، عليرضا بیکدلي، د زنجان د صنعت او سوداګرۍ او کرنې خونې له مسوولینو سره په لیدنه کې ویلي، چې ایران غواړي له افغانستان څخه د سوداګریزو توکو واردات زیات کړي.
د ایران د سفارت د خبرپاڼې له مخې، بیکدلي د دغه هېواد له خصوصي سکټور څخه وغوښتل چې په روان کال کې په افغانستان کې خپل فعالیتونه د همدې تګلارې له مخې لا پیاوړي کړي.
نوموړي ټینګار وکړ، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا کولی شي د اقتصادي ودې او متقابلې همکارۍ لپاره مهم فرصتونه رامنځته کړي.

