د کونړ ولایت په مرکز اسعدآباد ښار کې زرګونه کیلوګرامه نیمه قیمتي ډبرې د ازادې داوطلبۍ له لارې وپلورل شوې.
ددغه ډبرو ټولیز ارزښت یو سل څلور پنځوس میلیونه افغانۍ وو چې لدغه لارې یوازې پنځلس میلیونه افغانۍ د حکومت خزاني ته جمع شو.
سوداګر په دغه کار خوښ دي خو ترڅنګ يې د یو لړ پرتو ستونزو یادونه کوي او د حل په برخه کې يې له حکومته غوښتنه کوي.
بل لورته مسولین د یادو سوداګرو ستونزې او غوښتني مني او د حل په برخه کې هغوۍ ته ډاډ ورکوي او د اسانتیاوو رامنځته کولو ژمنه کوي.
دوۍ وايي له پخوا اوس دې ولایت کې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو پیر او پلور په قانوني بڼه ترسره کیږي او هڅه کوې چې سوداګرو ته اسانتیاوي رامنځته کړي
د قیمتي اونیمه قیمتي ډبرو پدې مرکز کې دا لومړی ځل دی چې ازادې داوطلبۍ ترسره کیږي بلکې هر ځل سوداګر د یو لړ پرتو ستونزو د حل غوښتنه کوي خو مسولین د ډاډ ورکولو سره سره بیا هم پدې ندې توانیدلي چې دغه ستونزو ته د حل لار پیدا کړي
راپور : پرویز مومند

