د ننګرهار مرکزي ښار جلال اباد د سراج العمارت په کرکټ لوبغالي کې د بدنې روزنې او ورزش ریاست له لورې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق يا يونسف پر مالي ملاتړ اوه ورځنۍ د کرکټ سیالۍ پیل شوي
مسوولین وايي په دغه سیالیو کې د اوه لوبډلو ترمنځ سیالۍ ترسره کیږي چې موخه يې سپورت ته هڅونه او ځوانانو ته د سالمې تفریحي او رقابت زمینه برابرول دي
د دغه سیالیو په جوړونه کې تخنیکي همکارۍ يوې مرستندویه ادارې کړي چې موخه يې ځوانان سپورت ته هڅول او په سپورتي لوبو کې بوختول یادوي.
لوبغاړي دغه ډول سیالۍ خورا مهمي ګڼې او پر دوام يې ټينګار کوي
د ننګرهار ولایتي اداري مسوولین بیا د سپورت په برخه کې د دغه ډول سیالیو ملاتړ کوي او د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکوي
د کرکټ د ټيب بال دغه سیالۍ په لومړي ځل د مرستندویه ادارو پر مالي او تخنیکي همکارۍ د بدني روزنې او ورش ریاست له لورې په جلال اباد ښار کې جوړې شوي
هیره دې نه وي چې په دغه ولایت کې د کرکټ بورډ هم وخت ناوخت د سپورت د هڅونې په موخه په ښار او ولسوالیو کې دغه ډول سیالۍ جوړوي.

