د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت پر اېکس ټولنیزه شبکه د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء د کمیټو ورځني راپور خپور کړی او پدې راپور کې ویل چې د شنبې په ورځ له پاکستان او ایران څخه ۷۷۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۰۳۰ تنه کیږي هیواد ته بېرته راستانه شول
فطرت لیکلي د تورخم له لارې ۶۶۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۴۹۲ ته کیږي راستانه او له تورخم څخه (۵۰۳) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۸۱۹) تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۲۱۷۹۳۵۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې
راپور کې راغلي د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۷۲۹) کورنیو سره مجموعًا (۶۲۲۲۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده
فطرت لخوا پدې خپور شوي راپور کې لیکل شوي د کندهار ولایت د سپین بولدک له لارې (۶۵) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۳۷۶) تنه و، هېواد ته راستنې او له سپین بولدک څخه (۵۴) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۹۰) تنه و، بېلابېلو ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۶۶۷۰۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې
نوموړي لیکلي د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۵۶) کورنیو سره مجموعًا (۴۵۶۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده
هغه لیکي د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې (۴۲) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۵۶) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همداراز (۸۳۷) مسافر هېواد ته راستانه شوي او د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱) کورنۍ سره مجموعًا (۱۰۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده
نوموړی وایي د اسلام کلا له لارې (۶) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۸) تنه و، هېواد ته راستنې او د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۶) کورنیو سره مجموعًا (۳۶۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې
دی وایي د ټرانسپورټ او لېږد کمېټې له لوري له کابل څخه (۱۹۰) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۰۶۲) تنه و، بېلابېلو ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۶۳۹۶۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده
سرچینې زیاته کړې د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمیټې له لوري راستنېدونکو کډوالو ته د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډمهاله مېشتېدنې د هېواد او اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم او همدارنګه د ښوونې او روزنې په اړه لازم او ګټور عامه پوهاوی ورکړل شوی دی

