ولس ته د اسنتياوو د برابرولو په دوام داځل په ختیځ کې افغان بېسیم مخابراتي شبکې ننګرهار کې د برښنايي پيژندپاڼو په اسان خدماتي مرکز کې خپله نوي څانګه پرانستله
د دغه ولایت د مخابراتو او ټيکنالوژۍ رياست مسوولین د افغان بېسیم مخابراتي شبکې دغه اقدام ستايي او زیاتوي چې له مخې به يې ولس ته ګڼې اسنتياوي برابرې شي
په ختیځ کې د اترا ادارې مسوولین هم د افغان بېسیم دغه اقدام ګټور بولي او له نورو مخابراتي شبکو هم غواړي چې ولس ته يې اسنتیاوي برابرې کړي
په ختیځ کې د افغان بېسیم مخابراتي شبکې رييس وايي په دغه څانګې کې يې د نوو سیمکارتونو د ورکړې ترڅنګ ټول خدمات فعاله کړي دي.
په همدې حال کې د برېښنايي پېژندپاڼو د دغه دفتر مسوول وايي د افغان بېسیم مخابراتي شبکې دا څانګه د احصايي د ملي ادارې او د دغې شبکې ترمنځ د يوې هوکړې له مخې فعاله شوه چې موخه يې ولس ته د اسنتياوو برابرول دي.
ولسي وګړي هم د افغان بېسیم د دغه اقدام خوښ دي او زیاتوي چې له مخې به يې د دوي ته ګڼې اسنتياوي برابرې او د ساعتونو مزل به يې رالنډ شي
د يادونې وړ ده چې افغان بېسیم مخابراتي شبکه د دغه خدماتي څانګې ترڅنګ په جلال اباد ښار او ختیځو نورو ولایتونو کې دغه ډول ګڼې خدماتي څانګې لري او تورخم کې هم له پاکستان په جبر د افغان ګډوالو د راستنېدو د لړۍ له پیل تر دې دمه راستنیدونکو کډوالو ته خدمات وړاندې کوي او پرې د وړیا دقیقو او انټرنیټ سره وړيا سیمکارتونه ویشي

