د پنجشېر ولایت ځایي مسوولین وایي چې د پنجشېر او تخار ترمنځ د نښلونکي ۲۵ کیلومتره سړک د جوړولو چارې د ۴۵۱ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې
ددغه ولایت د چارواکو په وینا دغه سړک د پریان ولسوالۍ د خاواک کوتل څخه د تخار ولایت د ورسج ولسوالۍ پورې غځېږي
د دوۍ په وینا، د دې سړک په جوړېدو سره به پنجشېر ولایت په مستقیم ډول له تخار او په غیر مستقیم ډول له بغلان، بدخشان او کندز ولایتونو سره ونښلول شي.
مسوولین وایي، یاد سړک د ټولګټو وزارت له لوري د ۲۵ کیلومتره په اوږدوالي او شاوخوا ۱۲ متره په سور جوړېږي.
د پنجشیر ځایي خلک یاده پروژه تاریخي بولي او وایي چې دا ولایت د بدلون او له انحصاره د خلاصون پر لور یو مهم ګام اخلي
حکومتي مسوولین زیاتوي چې یاده پروژه د مرکزي او شمال ختیځو ولایتونو ترمنځ د مستقیمې لارې د نشتوالي ستونزه حلوي او د دې سړک په بشپړېدو سره به د تګ راتګ اسانتیاوې زیاتې، د ترانسپورتي لګښتونو کچه راټیټه او د سیمې اقتصادي او ترانزیټي ارزښت لوړ شي.

