ننګرهار ته د ریاست لوزراء د ادارې مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ پلاوي د کور او ښارجوړونې وزیر يې هم ملتیا کوله له سفر وروسته د راستنیدونکو لپاره د نمرو د وېش لړۍ کې اسانتياوي رامنځته او دغه پروسه د دغه ورازت د دایمي مېشتېدنې کميټې د مسوولینو په وینا چټکه شوې او د جمعې د ورځې په ګډون يې په تېرو دريو ورځو کې په دولس سوه اوه ديرش کورنیو نمرۍ ويشلي دي.
سره رود کې ۱۰۰۶ جریبه ، خوږياڼو ولسوالۍ کې پنځه سوه او په روداتو ولسوالۍ کې اتلس زره نهه سوه نهه اتیا جریبه ځمکه د راستنیدونکو لپاره ځانګړې شوې چې تر دې دمه په کې ټوټال دوه زره شپږ سوه پنځه نمرې وېشل شوي دي
له پاکستان په جبر راستانه شوي د حکومت د دغه اقدام هرکلی کوي او زیاتوي چې په دې سره به يې ډيرې ستونزې حل شي.
دلته بیا د دايمي مېشتېدنې د نمرو د اسنادو د ترلاسه کولو په موخه راغلي راستانه شوې وايي پاکستان کې ځوریدلي او دلته يې هم د استوګنې لپاره مناسب ځايونه نلري
دوي له حکومته غواړي چې د راستانه شویو لپاره دې دغه پروسه لا چټکه او اسانتیاوي ورته برابرې کړي.
دا په داسې حال کې چې د ننګرهار کډوالو ریاست د مسوولینو پر وینا د تورخم له لارې د راستنیدونکو کډوالو کورنۍ هم تر پخوا زیاتي شوي او په ورځ کې له زرو نیولي تر درې زر کورنۍ هیواد ته راسنیږي
د کډوالو رييس وايي راستانه شویو لپاره د بهسود د خانکي سیمه کې د نمرو د وېشل لړۍ پیل شوې او هره ورځ په راستانه شویو کورنيو باندې له اته سوه نیولي تر یو نیم زر نمرې ويشل کیږي
د يادونې ده چې د کور او ښار جوړونې وزارت په يوې خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي راستانه شویو ته د نمرو د ويش په موخه ځانګړو شویو ښارګوټو کې به اوبو برښنا ، سړکونو ، ښوونځيواو روغتيايي مرکزونو د جوړولو چارې هم په تدریجې ډول پيل کړي
وزرات همدراز ويلي چې دغه پروژې به نه يواځي د راستانه شو ستونزې راکمې کړي بلکي په سیمه کې به اقتصادي فعالیتونه هم وغړویږي او کاري فرصتونه به رامنځته شي.

