د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند عنایتالله الکوزی وايي، په افغانستان کې د ۴جي انټرنېټ د کاروونکو شمېر ۱۰ میلیونو ته رسېدلی دی.
د نوموړي په وینا، اوس مهال په هېواد کې شاوخوا ۳۲ میلیونه فعال سیمکارتونه شتون لري، چې ۱۷میلیونه یې د انټرنېټ کاروونکي دي.
الکوزی وايي، د مخابراتي شبکو د پوښښ له پراختیا سره د هېواد ډېری سیمې مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو ته لاسرسی لري.
سرچینه : شرق نیوز

