د د کرکټ نړیواله شورا یا (ICC) په تازه خپره شوې درجهبندۍ کې د افغانستان مخکښ ورو توپاچوونکي راشد خان په شلاوریزو او یو ورځنیو سیالیو کې د توپاچوونکو په کتار کې لومړی مقام خپل کړی دی.
د یادې شورا د معلوماتو له مخې، راشد خان په یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې د ۷۰۵ نومرو په ترلاسه کولو سره د نړۍ د غوره توپاچوونکو په سر کې ځای نیولی دی. همدارنګه نوموړي په شلاوریزو نړیوالو سیالیو کې هم د ۷۵۳ امتیازونو په لرلو سره خپل مخکښ مقام ساتلی او د نړۍ د غوره بالرانو په نوملړ کې لومړی ځای لري.
راشد خان، چې له تېرو څو کلونو راهیسې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې مهم او اغېزناک لوبغاړی ګڼل کېږي، په نړیوالو لیګونو او سیالیو کې د خپلو غوره لوبو له امله د کرکټ د مینهوالو پام ځانته اړولی دی. نوموړي د توپاچونې ترڅنګ د اړتیا پر مهال په توپوهنه کې هم مهم رول لوبولی دی.
په همدې تازه درجهبندۍ کې بل افغان ورو توپاچوونکی مجیب ځدراڼ هم د شلاوریزو لوبو د توپاچوونکو په کتار کې نهم مقام خپل کړی، چې دا د افغانستان د توپاچونې ځواکمنتیا ښيي.
بلخوا، د یو ورځنیو نړیوالو لوبو د آلراونډرانو په برخه کې افغان لوبغاړی عظمت الله عمرزی هم خپل لومړی مقام ساتلی دی. نوموړي په وروستیو سیالیو کې د توپوهنې او توپاچونې دواړو برخو کې ښه ځلېدلی او د افغانستان لپاره یې مهمې لاسته راوړنې ثبت کړې دي.
د کرکټ شنونکي باور لري چې د افغان لوبغاړو دوامدار پرمختګ نه یوازې د افغانستان د کرکټ د ودې څرګندونه کوي، بلکې په نړیواله کچه د افغان لوبډلې سیاليز ځواک هم پیاوړی ثابتوي.

