کندهار کې د انارګل پدې کلنۍ دودیزه مشاعره کې چې تیره شپه ترسره شوه د یاد ولایت ترڅنګ د هېواد له بېلابېلو ولایتونو ګڼ شمېر شاعرانو، د شعر مینهوالو، فرهنګي شخصیتونو او حکومتي چارواکو ګډون کړی و
په دې مشاعره کې د شعرونو، ترنمونو، تمثیلي پارچو او ویناوو ترڅنګ د اسلامي نظام، ملي یووالي او ټولنیزو ارزښتونو اړوند بېلابېل مطالب وړاندې شول.
په مشاعره کې شاعرانو د حماسي، وطني او دیني شعرونو ترڅنګ د اسلامي امارت د مشرتابه، د نظام د بقا او ملي یووالي په اړه هم شعرونه واورول
د مشاعرې ګډونوالو ته چارواکو په وینا کې وویل چې شاعران د اسلامي نظام د دفاع او پیاوړتیا برخه کې مهم مسيولیت لري.
دوۍ ټینګار وکړ چې شاعرانو ته پکار ده د قومي او سمتي تعصب پر ځای د وحدت، یووالي او لوړو موخو لپاره کار وکړي.
دغهراز، د مشاعرې په ترڅ کې یوه تمثیلي پارچه هم وړاندې شوه چې موضوع یې په ټولنه کې د ناوړه دودونو مخنیوی او د اصلاح پیغام و

