د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د ياد سفر پرمهال نورستان ولایت کې د وروستیو سېلاب ځپلو کورنیو سره خپله ژوره خواشینې څرګنده کړه او همدا راز یې ددغه ولایت له سیمه ییزو مسوولانو سره لیده کاته وکړل .
اخوند نورستان کې د شهیدانو له وارثینو، قومي مشرانو دیني علماوو او چارواکو ته ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت به د پارون اوسیدونکو ته بشپړه رسیدنه وکړي.
دلته د هیواد د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس د سېلابځپلو کورنیو لپاره د څه باندې اووه میلیونه افغانیو نغدي مرسته د نورستان مرستیال والي ته هم وسپارله.
مرستیال والي هم نوموړي ته ډآډ ورکړ چې یادې مرستې به په شفاف ډول سېلابځپلو کورنیو ته ورسوي.
پر همدې مهال قومي مشران سېلابځپلو ته د مرستو د برابرولو له امله مننه کوي .
د یادونې وړ ده چې تر دې مهاله په پارون کې پر ١٥٠٠ سېلابځپلو کورنیو د خوراکي او غیرخوراکي توکو ترڅنګ د نږدې ١٠ میلیونه افغانیو په ارزښت نغدي مرستې وېشل شوې دي، خو لا هم زیانمنې کورنۍ ډېرو مرستو او همکاریو ته اړتیا لري.
راپور : مسعود عربزی

