د شپږیزه کرکټ لیګ یوولسم پړاو سیالیو په لړ کې د امونهنګانو لوبډلې سپینغر پړانګانو لوبډلې ته د ۸ وېکټو په توپیر ماتې ورکړه.
شپږیزه کرکټ لیګ سیالۍ د روانې چنګاښ میاشتې له لسمې په خوست ولایت کې روانې دي.
د افغانستان کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د یوولسم پړاو ايانډ شپږیزه کرکټ لیګ سیالیو کې نن له غرمې مخکې د سپینغر پړانګانو او د امو نهنګانو لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شوه.
په دغه لوبه کې د امو نهنګانو لوبډلې د لوبې پچه وګټله او لومړۍ یې د سپینغر پړانګانو لوبډلې پر وړاندې د توپاچونې پرېکړه وکړه.
په دغه لوبه کې د سپینغر لوبډلې لومړۍ توپوهنه ترسره کړه او په ټاکلو شلو اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۷ منډې وکړې.
د امو نهنګانو لوبډلې له لوري په توپاچونه کې ګلبدین نایب درې، قیس احمد دوه او یمین احمدزي د امو نهنګانو لوبډلې دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
د امونهنګانو لوبډلې ورکړل شوې هدف په ۱۷.۲ اورونو کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او د ۸ وېکټو په توپیر یې د سپینغر لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د امو نهنګانو لوبډلې له لوري عمران میر ۸۸ او فیصل شنیوزاده ۵۵ منډې وکړې.
د یادونې ده، په شپږیزه کرکټ لیګ سیالیو کې به بله لوبه د بست ساتونکو او د میس عینک اتلانو لوبډلو ترمنځ ترسره شي.
سرچینه: پژواک خبري اژانس

