د ولسي جرګې پخوانی مرستیال عبدالظاهر قدیر امریکا متحدو ایالتونو ته سپارل شوی، چې پرې د لګېدلو تورونو لړ کې محاکمه شي.
پر ظاهر قدیر په نیویارک کې د ادارو له لوري د نشه يي توکو د قاچاق او د وسلو د ناقانونه ساتنې تور لګېدلی. خو د نوموړي وکیل او کورنۍ دغه تورونه سیاسي بللي دي.
د امریکا د عدلیې وزارت سرپرست، ټاډ بلانش، ویلي عبدالظاهر قدیر، سره له دې چې ځان یې د افغانستان د یوه سیاسي مشر په توګه معرفي کاوه، په حقیقت کې یې یوه جنایي شبکه رهبري کوله چې د خورا خطرناکو او اعتیاد راوستونکو نشهیي توکو او همدارنګه د درنو وسلو په قاچاق کې ښکېله وه
د لګېدلو تورنو له مخې، پخواني افغان چارواکي امریکا ته د سلګونو کیلوګرامه هیرویینو او مېتامفېټامینو د لېږد په اړه له داسې یوه کس سره خبرې اترې کړې وې، چې په حقیقت کې د امریکا د نشهیي توکو ضد ادارې یو محرم همکار و.
که عبدالظاهر قدیر امریکا ته د نشهیي توکو او وسلو د واردولو د پلان په جرم مجرم وپېژندل شي، نو د عمري بند له سزا سره به مخامخ شي.
عبدالظاهر قدیر د متحدو ایالتونو په منهټن کې محکمې ته وړاندې شو او د امریکا فدرالي څارنوالۍ د یوې اعلامیې له مخې د محاکمې تر مهاله یې په توقیف کې د ساتلو امر شوی.
د ولسي جرګې دغه پخوانی غړی د ۲۰۲۵ کال په مې میاشت کې د کینیا پلازمېنې نایروبي کې له یوه هوټله نیول شوی و ویل شوي پر ظاهر قدیر دغه تورونه د ۲۰۲۴ کال د نومبر او ۲۰۲۵ مارچ اړوند دي.
د روان ۲۰۲۶ کال د کینیا په پلازمېنه نایروبي کې عالي محکمې هغه پرېکړه تائید کړ چې نوموړی دې امریکا ته وسپارل شي.
سرچینه: بي بي سي

