د ساړه ژمي په راتګ سره د مناسبي سرپناه ته نه لاسرسی هغه لویه ستونزه ده چې اوس مهال ورسره کونړ کې یو شمېر ګوجرقوم کورنۍ لاس او ګریوان دي.
ددي ولایت په خاص کونړ ولسوالۍ کې سلګونه ګوجر قوم کورنۍ اوسیږي چې د بیلابیلو ولسوالیو را کډه شوې چې د سرپناه په برخه کې جدي ستونزو سره مخ دي.
دوۍ وايي دلته ورته په اړونده برخه کې پاملرنه نده شوې چې اوس مهال د ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د ګوجر قوم دا کورنۍ وايي ددغه ستونزي د حل په برخه کې يې ځايي مسولینو موسیساتو کارکوونکو او ولایتي اداري مسولینو ته خپل غږرسولی خو تر اوسه يې چا دغه ستونزي ته پاملرنه نده کړي.
په ورته مهال کې بیا مسولین وايي دوۍ په بیلابیلو ولسوالیو کې د ګڼو موسیساتو پرمټ زرګونه خلکو سرپناوي برابري کړي او لاهم پدغه برخه کې ددوۍ هڅي دوام لري چې لمخي به يې ګوجر قوم هم ترې برخمن شې.
نه یوازې خاص کونړ ولسوالي چې ګوجر قوم مېشت اوسېدونکي پکې د سرپناه په برخه کې د ستونزو سره مخ دی بلکې د کونړ په نورو ولسوالیو کې هم یاد قوم پدغه برخه کې د ستونزو یادونه کوې او د مسولینو پاملرنه غواړي.
راپور : پرویز مومند

