د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت خپل کرنیز او خوراکي تولیدات د بلخ ولایت په مزارشریف ښار کې د مولانا جلالالدین بلخي درېیم ملي او نړیوال نندارتون کې نندارې او پلور ته وړاندې کړل.
د شرکت د رسنیز دفتر په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې نندارتون کې د زیتون خالص تېل، د زیتون اچار او نور معیاري تولیدات په ځانګړي تخفیف د نندارې او پلور لپاره وړاندې شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، دغه نندارتون به د دریو ورځو لپاره مزارشریف ښار کې روانه وي
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت له هېوادوالو غوښتي چې د نندارتون لیدنه وکړي، له کورنیو تولیداتو ملاتړ وکړي او د هېواد د کرنیزو محصولاتو له کیفیت څخه نږدې لیدنه وکړي.
مسعود عربز ی

