یوناما په خپل تازه راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۶ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د پاکستان د بریدونو له امله له ۷۵۰ ډېر ملکي افغانان وژل شوي او یا ټپیان شوي دي.
د راپور له مخې، ډېری تلفات د فبرورۍ او مارچ میاشتو په هوايي بریدونو کې رامنځته شوي او کابل، کونړ او پکتیکا تر ټولو ډېر زیانمن ولایتونه بلل شوي دي.
یوناما ویلي چې ۶۴ سلنه تلفات د هوايي بریدونو او ۳۵ سلنه د راکټي بریدونو له امله اوښتي دي. دغه سازمان له پاکستانه غوښتي چې د ملکي وګړو د ساتنې لپاره نړیوال اصول مراعات کړي او پر ګڼمېشتو سیمو له بریدونو ډډه وکړي.

