د کونړ ولایت د کرنې ریاست مسولین وايي سرکاڼو څوکۍ خاص کونړ نرنګ وټه پور چپه دره او دانګام ولسوالیو کې پر ۱۸۵ هکټاره ځمکه دالوګانو کښت شوی چې ۳۱زره او ۹۸ټنه حاصلات ترې اټکل شوې دي
دوۍ زیاتوي د تیر کال په پرتله سږ کال د الوګانو په کښت کې ۱۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی
بلخوا د کونړ کروند ګر وايي ددوۍ حاصلات تر حاصل وړاندې د بیلابیلو امراضو له امله لمنځه ځي او له مسولینو غواړي چې دوۍ ته دې اصلاح شوي تخمونه کیمیاوي سري او درمل ورکړي
کروند ګر وايي دوۍ پدي ولایت کې د سبزیجاتو لپاره ځانګړی بازار یا منډوي نلري وايي ددوۍ په خوښه پیر او پلور نه ترسره کیږي چې دغه چاري دوۍ ته ډیر زیان رسولی او د شته کاره يي زړه توري کړي دي
دوي وايي که مسولین پدغه برخه کې د کروندګرو غوښتني پوره کړي نو دوۍ به په دغه برخه کې خپلې هڅی نوري هم زیاتي او د خوښي وړ حاصلات به ترلاسه کړي
کونړ هغه ولایت دی چې د نورو ولایتونو په پرتله پکې سبزیجات ډیر کرل کیږي خو د مناسبو کیمیاوي سرو اصلاح شویو تخمونو او د امراضو ضد درملو په برخه کې د کروند ګرو ته پاملرنه وشې نو لري نه ده چې د هیواد سربیره بهرنیو هیوادونو ته به هم سبزیجات صادر کړي

