کونړ کې د یو بهرمیشتي افغان ډاکټر همایون همت په مالي مټ د کونړ په نرنګ ولسوالۍ کې د نعیمه همت د انجونو منځني ښوونځي د جوړیدو د بنسټ ډبره د یو شمیر مسولینو په شتون کې کیښودل شوه
یاد ښوونځي ته یو نیم جریب ځمکه ځانګړي شوې ده چې په دوه پوړونو کې جوړیږي ټول ټال به ۱۶ درسي خوني او یوه اداره ولري چې مالي ارزښت يې ۱۳ اشاریه دوه میلیونه افغانې دی
په ورته مهال د کونړ مسولین ددغه ګام هرکلی کوې او وايي پدي چاري سره ښوونییز بهیر لا پیاوړي کیږي
دوۍ ددغه شخص د یاد ګام څخه د منني ترڅنګ پر نورو هیواد والو هم غږ وکړ چې د هیواد پوهنیز بهیر په پیاوړتیا کې نه ستړي کیدونکي هلي ځلې وکړی
ځايي اوسېدونکو هم دیاد ښوونځي په جوړیدو د خوښي ترڅنګ یادونه وکړه چې پخوا يي ماشومانو تر شنه اسمان لاندي په بادو باران کې زده کړي کولي چې د ډیرو ستونزو سره مخ وو
هغوۍ وویل ددي ښوونځي په جوړیدو سره به يې هغه ټولې ستونزي حل شې
د ویلو ده چې لدي وړاندي هم د یو شمیر نورو بهر میشتو افغانانو له لوري ورته اقدامات شوې وو چې د مسولینو له لوري يي هر کلی شوی وو

