د خیبر پښتونخوا د بنو ولسوالۍ په «فتحخېل» سیمه کې پر یوې امنیتي پوستې د موټربم خونړي برید له امله لږ تر لږه څلور پاکستاني پولیس وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.
دغه برید د شپې ناوخته ترسره شوی او د سیمې اوسېدونکو ته یې درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
د راپورونو له مخې، بریدګرو له چاودېدونکو توکو ډک موټر د پولیسو له پوستې سره ټکر کړی چې ورسره سمدستي زوروره چاودنه رامنځته شوې ده.
د چاودنې شدت دومره زیات و چې د پوستې ودانۍ یې په بشپړه توګه ویجاړه کړې او د شاوخوا سیمو اوسېدونکي یې سخت وارخطا کړي دي.
د چاودنې غږ تر لرې پرتو سیمو اورېدل شوی او د پېښې ځای ته نږدې کورونو، دوکانونو او نورو ودانیو ته هم زیان اوښتی دی.
عیني شاهدان وایي، له چاودنې وروسته په سیمه کې لوګي خپاره شوي وو او د ژغورنې ډلې د ټپیانو د انتقال لپاره سمدستي سیمې ته رسېدلې دي.
سرچینې زیاتوي، ټپیان د درملنې لپاره نږدې روغتونونو ته لېږدول شوي او د ځینو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.
تر اوسه کومې ډلې د برید مسؤولیت نه دی منلی، خو امنیتي ادارو د پېښې په تړاو پلټنې پیل کړې دي.
د برید له رامنځته کېدو وروسته امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې او پراخ چاڼیز عملیات یې پيل کړي، څو د بریدګرو احتمالي همکاران ونیسي او د سیمې امنیت بېرته ټینګ کړي.

