د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې د یوې ناچاودې مرمۍ د چاودنې له امله اووه کسان وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي.
د سیمهییزو امنیتي چارواکو په وینا، پېښه د برمل ولسوالۍ د ډنګرلیګډ په سیمه کې رامنځته شوې ده. راپورونه ښيي چې یوه کباړي د زړې مرمۍ د پرې کولو هڅه کوله چې ناڅاپه چاودنه پرې وشوه.
د معلوماتو له مخې، په وژل شویو کسانو کې پنځه ماشومان هم شامل دي، او ټپیان د درملنې لپاره نږدې روغتیايي مرکزونو ته انتقال شوي دي.
امنیتي مسوولینو له خلکو غوښتي چې له ناچاودو مهماتو او مشکوکو توکو څخه لرې واوسي او د ورته شیانو د موندلو په صورت کې ژر تر ژره اړوندو امنیتي ادارو ته خبر ورکړي.

